د سوک وهنې پنځه کسیزه لوبډله بحرین ته لاړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۳۸
د سوک وهنې پنځه کسیزه لوبډله بحرین ته لاړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون درې ملي لوبغاړي او دوه روزونکي د نویو ځوانانو په آسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه بحرین ته لاړل.

د دغو ورزشکارانو د مخې په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د سوک وهنې ملي فدراسیون رئیس عبدالقدیر سلطاني، ورزشکارانو او روزونکو ګډون کړی و.

د مخه ښې په دغو مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال ښاغلي ځدراڼ، ورزشکاران د هېواد ریښتیني استازي وبلل او سپارښتنه یې وکړه چې هڅه دې وکړي، ترڅو په بهر کې د افغانستان ښه استازولي وکړي او نړۍ ته د افغانستان مثبت انځور وړاندې کړي. ښاغلي ځدراڼ په پای کې ورزشکارانو ته د خیر دعا وکړه.

تمه ده، چې نویو ځوانانو آسیايي سیالۍ به د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۲مه نېټه د بحرین په کوربتوب پیل شي، چې له ۴۵ هېوادونو به ۲۰۰۰ ورزشکاران پکې ګډون وکړي.

د یادونې وړ ده، چې له افغانستان څخه هم د اتو بېلابېلو ورزشي رشتو شاوخوا ۵۰ تنه په دغو سیالیو کې ګډون کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۵۴
Background image

کابل کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د پسرلني جام په نوم د پنځو ولایتونو کابل، کاپيسا، پروان، لوګر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۴۶
Background image

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، د چاپيريال ساتنې ملي ادارې او د اړيکو د دفتر ( T.L.O) مؤسسې له لوري د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د (ماراتن ځغاسته او د نيالګيو کېنولو کمپاين) تر. . .

BACK TO NEWS