د سنوکر فدراسيون د ملي لوبډلې لوبغاړي د سنوکر په ٣٧ پړاو اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه قطر ته روان شول

org_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۹:۴۲
د سنوکر فدراسيون د ملي لوبډلې لوبغاړي د سنوکر په ٣٧ پړاو اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه قطر ته روان شول

د سنوکر ملي لوبډلې لوبغاړي او پلاوی د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست له رئيس انجنير نظر محمد مطمئن سره تر ليدنې او خداى پامانۍ وروسته قطر هېواد ته روان شول. د خدای پامانۍ په مراسمو کې د ياد ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان، د المپيک ملي کمېټې اجرايه رئيس داد محمد پاينده اختري، د فوټبال فدراسيون رئيس محمد يوسف کارګر او د ياد رياست د نشراتو رئيس اتل مشواڼي هم ګډون درلود.

ښاغلي مطمئن له دغو ورزشکارانو سره د ليدنې پر مهال هغو ته پر وخت او جماعت د لمانځه ادا کولو توصيه وکړه.

ټاکل شوې د قطر په کوربتوب د سنوکر ٣٧ پړاو اسيايي سيالۍ به تر راتلونکو دوو ورځو پورې پيل شي، چې له افغانستان څخه هم پکې دوه ورزشکاران صالح محمد محمدي او رئيس خان، يو پلاوى او يو هم د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست استازى قدرت الله زرمتی ګډون کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۱:۶
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون له لوري په دشت برچي سیمه کې د کابل ښار له ٣٠ کلبونو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

خوست کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مهدیخېلو سیمه کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صوبه سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۸
Background image

دا اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج زي د ماراتون کلمبو ۲۰م پړاو نړۍ‌والو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په ۲ساعته او ۵۲ دقیقو کې وواهه او د سپینو زرو مډال ګټونکې شو.

دغو سیالیو کې. . .

BACK TO NEWS