د سرپل مرکز ښار کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې
د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نیزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې سید مسعود، نجیب الله، او حاجي محمد پهلوانان تر نورو ښه وځلېدل او خوسی یې تر حلالې دایرې ورسوه او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
