د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د اسيا ملتونو جام سياليو لپاره تمرينات پيل کړل
د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د ایراني روزونکي ميثم اشتیاني تر روزنې لاندې د فوټبال فدراسیون په ساحلي فوټبال ميدان کې د ۲۰۲۵ ساحلي فوټبال ملتونو جام سياليو ته د چمتووالي په موخه تمرينات پيل کړل.
افغانستان د دغو سياليو په "C" ګروپ کې له ايران، متحده عربي امارت او اندونیزیا سره د سياليو ډګر ته ښکته کیږي.
د ۲۰۲۵ ساحلي فوټبال اسيا کپ سيالۍ به د ټايلينډ په کوربتوب د روان کال د مارچ پر ۲۰مه نېټه پيل شي.
