د خوست ډېنجر او لوګر یاسر کلپ د کرکټ لوبډلو پایلوبې ته لار ومونده

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۱ - ۱۵:۷
د خوست ډېنجر او لوګر یاسر کلپ د کرکټ لوبډلو پایلوبې ته لار ومونده

د افغانستان د کرکټ بورډ د پلان سره سم د کلپونو په کچه د ولایتي خپلمنځي سیالیو تر پای ته رسېدو وروسته چې د مس عینک زون د دولسو کلپونو ترمنځ د خوست په کوربتوب روانې دي تیره ورځ د نیمه پایلوبې سیالۍ ترسره شوې.
ددې سیالیو پر دوام لومړۍ نیمه پایلوبه د لوګر یاسر او خوست ایلیون سټار لوبډلو ترمنځ وشوه چې لوګریاسر سیالې خوست الیون سټار کرکټ لوبډلې ته د ۸ وکټو په توپیر ماتې ورکړه.
یوسف خان د لوګر یاسر کلپ په ګټه ۶۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د نیمه پایلوبې دویمه لوبه د خوست افضلي او خوست ډېنجر کلپونو ترمنځ وه، چې ډېنجر کلپ د ۵۶ منډو په توپیر وګټله او یونس ځدران د ۵۰ منډو ترڅنګ د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول او غوره لوبغاړی شو.
د یادوولو وړده، چې نن دوشنبه د افغانستان د نولسو کلونو څخه د کم عمره کرکټ لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د مندلو لړۍ د مس عینک زون په کچه خوست کې ترسره کیږي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نواز گل ځدراڼ لوبډلې په. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړی لوبه کې مومن خیلو لوبډلې د ٢ پر. . .

BACK TO NEWS