د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۷ - ۱۰:۵۰
د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د خوست د بدني روزنې او ورزش امریت په ملاتړ د والیبال فدراسیون له خوا د یعقوبیو صبریو ولسوالۍ مولیو خورۍ په کلي کې د نشه یي توکو پر ضد د والیبال سیالۍ پیل شوې.

په همدې موخه په جوړو شو مراسمو کې د والیبال فدراسیون مسؤل زمري سیلاني، د همدې ولسوالۍ ملکي او نظامي چارواکو، مخورو مشرانو ، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینوالو برخه اخیستې وه.

په دې ټورنمینټ کې ۴۰ لوبډلې ګډون لري، چې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي.

زمري سیلاني دې مراسمو ته د خبرو پر مهال وویل: په دې وروستیو کې ورزش په ټولو رشتو کې ډېر پرمختګ کړی او دا پرمختګ په ټولو ولسوالیو کې ښه پرمخ روان دی.

د سیمې مشرانو او مسؤلینو مننه وکړه، چې مرکزي ادارې د دوی په سیمه کې ورزش ته پاملرنه زیاته کړې ده.

د دې سیالیو موخه، یووالی، د ورزش وده او ليرې پرتو سیمو ته د ورزش رسول دي.

د ټورنمنټ په لومړۍ سیالۍ کې د "اسمعیل خېلو نور احمد او لکڼو رکیم" لوبډلو ترمنځ پیلیزه لوبه ترسره شوه، چې د نور احمد لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

د یادولو وړ ده، چې لوبډلو ته د تګ را تګ مالي لګښت هم ورکول کیږي او د پایلوبې ګټونکو لوبډلو ته پسونه په نظر کې نیول شوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۷:۲۹
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۵۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلیو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د اڅکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۴۹
Background image

هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې ۱۶ ورځې يې مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS