د جوزجان ولايت د سنوکر منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ پاى ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۰:۲۸
د جوزجان ولايت د سنوکر منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ پاى ته ورسېدې

د جوزجان ولايت د ورزش امريت په همغږۍ د سنوکر فدراسيون له لوري د دې ولایت د سنوکر منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ چې دوه اوونۍ وړاندې په نخبګان ماسټر سنوکر کلب کې، د ٩ کلبونو ٨٠ ورزشکارانو په ګډون پيل شوې وې، تيره ورځ د يار محمد جند محله په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.

د دې سياليو په پايلوبه کې د شمال سنوکر کلب دوه تنه ورزشکاران يار محمد جند محله او لطف الله حيدري سره مخ شول، چې دغه لوبه د ٥-٣ پايلي سره د يار محمد جند محله په ګټه پاى ته ورسېده.

د دې سياليو موخه د جوزجان ولايت د سنوکر منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل و، چې په پاى کې لس تنه غوره ورزشکاران د دې ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

په اخير کې د جوزجان د ورزش امريت او سنوکر فدراسيون له لوري ګټونکو ورزشکارانو ته کپونه،مډالونه او تقديرنامې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۳
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه کې د ظرفیت لوړولو ښوونيز سيمينار پای ته ورسېده

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د موی تای ملي فدراسیون له لوري د المپيک ملي کمېټې د غونډو پت تالار کې له مرکز او ولايتونو څخه ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۳۴
Background image

هلمند کې د ۱۴لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې زلمي ځوانانو لوبډلې د یو پر. . .

BACK TO NEWS