د جودو د اسیايي کمېټې نوی رئیس بیا ځلې عبید النزي وټاکل شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۸:۵۳
د جودو د اسیايي کمېټې نوی رئیس بیا ځلې عبید النزي وټاکل شو

د جودو نړیوال فدراسیون د اسیايي کمېټې رئیس بیاځلې عبید النزي وټاکل شو. یادې ټاکنې په هغې ناسته او کانګرېس کې ترسره شوې، چې د اسیا د ۳۱ ملکونو د استازو په شتون کې د روانې عیسوي میاشتې اپریل له ۲۶ تر ۲۷ تاریخ پورې په کويټ کې جوړ شوی و.

له افغانستان څخه په یاد کانګریس کې د جودو فدراسیون رئیس ذبیح الله نظري ګډون کړی و. ښاغلي نظري په نوموړي کانګريس کې د ګډون ترڅنګ د جودو نړیوال فدراسیون له مسولینو، په ځانګړي ډول له عبید النزي سره ملاقات وکړ. له نوموړي سره په لیدنه کې یې د افغانستان د جودو فدراسیون د فعالیتونو پر اړه معلومات ورکړل او هم یې د ځینو ستونزو یادونه وکړه.

د عبید النزي له خوا ښاغلي نظري ته پوره ډاډ ورکړل شو، چې د افغانستان له جودو فدراسیون سره به پوره همکاري کوي او هم به په سیالیو کې ورته د رغنده ګډون زمینه جوړوي.

باید یادونه وشي، چې له یاد کانګرېس څخه وروسته د ګډون کوونکو ملکونو د ورزشکارانو له خوا پر ۲۸ او ۲۹ تاریخ د جودو سیالۍ هم ترسره شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۷
Background image

لغمان کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز ميدانيو کلي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په پيليزه لوبه کې م.ريم ځوانانو لوبډلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۳
Background image

پکتیا کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک سيالۍ وشوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د کیک بوکسېنگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار اړوند المهدي کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک دوستانه سيالۍ وشوې.

دا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۲
Background image

پکتیا کې د موی تای ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د موی تای فدراسیون فدراسیون د استازولي له لوري د سیدکرم ولسوالۍ په اتحاد کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ. . .

BACK TO NEWS