د تکواندو ملي فدارسیون له لوري په ننګرهار کې د تکواندو د برخې استادانو ته روزنیز سمینار پیل شول

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۲:۳۸
د تکواندو ملي فدارسیون له لوري په ننګرهار کې د تکواندو د برخې استادانو ته روزنیز سمینار پیل شول

د هېواد د تکواندو ملي فدراسیون لوري د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د یاد ولایت تکواندو فدراسیون په غوښتنه، د ننګرهار ولایت د تکواندو د برخي ټولو استادانو ته د ډان اسنادو د ترلاسه کولو د دویمې دورې د ازموینې روزنیز سمینار پیل شو.

د پیل په مراسمو کې د ننګرهار ولایت د سپورت رئیس عبدالسلام "وزیروال"، د هېواد تکواندو فدراسیون د پومسي د برخې مسؤلینو، د ننګرهار د تکواندو فدراسیون مسؤل استاد زمري عربزاده او د یادې برخې یو شمېر نورو مسؤلینو او ورزشکارانو هم برخه اخیسې وه.

د ننګرهار ولایت د تکواندو استادانو د یاد سمینار په پیلېدو خوښې څرګنده کړه او دا یې د استادۍ، تجربو او روزنې په برخه کې خورا ګټور وباله.

د یادونې وړ ده، چې یاد سمینار د شپږمې ناحیې په ورزشي جمنازیوم کې نن پنج شنبه پیل او درې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې له ۴ ولايتونو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د غزني آزادۍ کلب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۲
Background image

کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي پنځم پړاو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۱۰ کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۲۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۱۳۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۱۳۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS