د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور
بلخ ولایت د افغانستان د شمالي ولایتونو له جملې څخه دی، چې خلک یې په لویه پیمانه له ورزش سره مینه لري او همدا مینه د دې لامل شوې، چې په دغه ولایت کې ورزش د پام وړ پرمختګ کړی او ډېری ځوانان پکې پر ورزش بوخت دي، چې وخت ناوخت یې د مختلفو مناسبتونو په پار لویې او وړې ورزشي برنامې جوړې کړې دي.
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ورزش د ودې او پراختیا لپاره په ۱۴۰۴ کال کې د پام وړ ورزشي فعالیتونه ترسره کړي دي، چې په دغه راپور کې یې په لنډ ډول کتلی شئ.
په ټوله کې په یاد ولایت کې اوس مهال د مختلفو څانګو ۳۶ فدراسیونونه فعالیت لري. د دې ترڅنګ پکې ۳۵۰ کلبونه فعاله دي او ۴۵۰۰۰ رسمي او غیر رسمي ورزشکاران پکې په ورزش بوخت دي.
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د مختلفو فدراسیونونو د استازولیو له لوري په مرکز او ولسوالیو کې سږ کال ۵۳۷ لویې او وړې ورزشي برنامې ترسره شوې دي، چې ۱۵۳ یې په مرکز او ۳۸۳ یې په ولسوالیو کې ترسره شوې دي.
د دغه ولایت ورزشي ریاست له لوري د رزونکو، لوبڅارانو او ورزشکارانو د ظرفیت لوړنې په موخه د موی تای، رزمي ورزشونو، کیک بوکسنګ، فوټسال، کورش، جودو، والیبال او شنا فدراسیونونو او دعوت ارشاد ریاست له لوري ۱۰۳۰کسانو ته د ظرفیت لوړونې او دعوتي سمینارونه ورکړل شوي دي.
په ټوله کې په دغه ولایت کې لویې او وړې ورزشي برنامې جوړې شوې دي، چې له جملې یې په کشندې ولسولۍ کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وې، چې د وري میاشتې په ۱۳مه نېټه پای ته وسېدې، همداراز په مرکز مزار شریف ښار کې د ۲۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وې، چې د وري میاشتې په ۱۳مه پای ته ورسېدې، د چنګاښ په ۲۰مه په مرکز مزار شریف ښار کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې چې ګڼو نندارچیانو هم پکې ګډون کړی و، د دې ترڅنګ په دغه ولایت کې د فوټبال، والیبال، موټر سپورټ، بدن ښکلا پهلوانۍ او ...
سلګونه لویې او وړې ورزشي برنامې شوې دي، چې زرګونه کسانو پکې ګډون کړی دی.
له دغه ولایت څخه په ۱۴۰۴ کال کې په ملي او ټاکنیزو سیالو کې ۱۳۹ ورزشکارانو ګډون کړی دی او ۶۱ ورزشکاران ملي لوبډلو ته ټاکل شوي دي.
