د بدنی روزنی او ورزش ادارې او د فوتبال فدراسیون پلاوي د ورزشي چارو وضعيت ارزونې په موخه بدخشان او تخار ولايتونو ته سفر وکړ
تخار ولايت ته د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او فوټبال ملي فدراسيون رئیس يوسف کارګر تېره ورځ د زمري په ٧ نېټه شمال شرق زون ته د سفر په ترڅ لومړى بدخشان او بيا تخار ولايت ته سفر وکړ.
د المپيک ملي کمیټې او ورزش ادارې ياد لوړ پوړي پلاوي د تخار ولايت له فوټبال فدراسیون او ورزشي مسوولینو سره په ليدنه کې په دې ولايت کې د ورزشي پروګرامونو دايرولو له کبله د اړوند مسوولینو له زحمتونو څخه په مننې سره د اريانا او نور بنسټ لوبډلو ترمنځ فوټبال سياليو ترسره کېدو څخه هم ليدنه وکړه.
د دې دواړو لوبډلو لوبه د ١-٠د اريانا لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده ددې لوبې کپ د ياد پلاوي له لورې ګټونکې لوبډلې ته ورکړل شو.
دغه لوړپوړي پلاوي د بدخشان فوټبال وضعيت ارزونې او د بدخشان فوټبال سرپرست ټاکلو په موخه دې ولايت ته هم سفر وکړ.
د دې ولايت د فوټبال سرپرست د ياد پلاوي او د بدخشان فوټبال لوبډلو استازو په شتون کې و ټاکل شو.
