د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د رهبرۍ د پرېکړې په اساس نوې ګومارنې ترسره شوې
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د رهبرۍ د پرېکړې په اساس، د اداري چارو په برخه کې د لاښو لاسته راوړنو په موخه په ځینو برخو کې نوې ګومارنې ترسره شوې.
د یادو ګومارنو د معرفت په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د نشراتو رئیس او ویاند اتل مشواڼي، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست مشاور ګلاب الدین خپلواک، د یاد ریاست سکرتر ډاکټر محمد خالد سهاک او ځینو نورو مسولینو شتون درلود.
په دغو ګمارنو کې:
ـ محترم لعل محمد سیار د تهیه او تدارکاتو د امر په توګه؛
ـ محترم احمد راشد د تهیه او تدارکاتو امریت د مسلکي غړي په توګه؛
ـ محترم نذیر احمد د مالي او حسابي امر په توګه ؛
ـ محترم قاري احمد شاه د بودیجې د عمومي مدیر په توګه؛
ـ محترم جمشید احمدي د بشري سرچینو د امر په توګه؛
ـ محترم عبدالرحمن منګل د ولایتونو د همغږۍ د امر په توګه؛
ـ محترم سیف الرحمن کړوخېل د قراردادونو د اسانتیا د عمومي مدیر په توګه؛
ـ محترم ایمل احمد غورځنګ د خدماتو د امر په توګه؛
ـ محترم محمد لطیف شریفي د حفظ او مراقبت د عمومي مدیر په توګه؛
ـ محترم ضیاءالله منګل د مالي او اداري عمومي ریاست د عمومي اجرایه مدیر په توګه
او محترم ضیاالحق د جنسي عمومي مدیر په توګه وټاکل شول.
د یادونې وړ ده، چې د یادو ګومارنو پخواني آمرین او مدیران به د ۱۴۰۲ کال د نوي تشکیل تر منظورۍ وروسته د امکان په صورت کې په نویو مناسبو بستونو کې وګومارل شي.
