د بدني روزنې او سپورت ریاست پلاوی جوزجان ولایت ته ورسېد
د هېواد د المبیک ملي کمیټې او سپورت ریاست پلاوی د هېواد شمال ختیځ او شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د جوزجان مرکز شبرغان ښار ته ورسېد.
یاد پلاوي د سپورت ریاست د سلاکار قاري حیات الله رحماني په مشرۍ د شمال ختیځ او شمالي ولایتونو د ورزش او اړوند اداري واحدونو د ارزونې په موخه سفر کړی چې په ترڅ کې یې پرون جمعه د جوزجان ولایت له سپورت آمریت څخه لیدنه وکړه.
د پلاوي غړو د جوزجان ولایت له ورزشي مسؤولینو، د المپیکي او غیر المپیکي فدراسیونونو له استازو سره ناسته وکړه چې په دې ناسته کې په مالي او اداري برخه، د دفتري برخې په ستونزو او اړتیاوو، حقوقي او املاکي ستونزو، رغنیزو او د ورزش ځایونو د رغونې د پاتې کارونو او د ورزش د نه ودې په اړه تفصیلي بحث وشو او یادې موضوعات په هر اړخیزه توګه وڅېړل شول.
د یادونې وړ ده چې د بدني روزنې او ورزش ریاست پلاوی تر اوسه د هېواد شمالي ولایتونو ته په سفر دی او په پام کې ده چې له نورو ولایتونو به هم لیدنه وکړي.
