د بدخشان بهارک ولسوالۍ کې د والیبال

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۲:۵۸
د بدخشان بهارک ولسوالۍ کې د والیبال

ژمنۍ سیالیو اتلولي نخبګان لوبډلې وګټله

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په کوربتوب د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د "زمستاني" په نوم د والیبال سیالۍ د نخبګان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

دا سیالۍ چې څه موده وړاندې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ د والیبال فدراسیون له خوا د بهارک مرکز او نږدې ولسوالیو په ګډون پیل شوې وې پایلوبې یې د " نخبګان او ربابي سیمې" لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د نخبګان په اتلولۍ او د ربابي سیمې په دویم مقام پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو موخه د بهارک ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل او وررش ته د ځوانانو هڅول و.

د پایلوبې په مراسمو کې د سیمه ییزو او ورزشي مسوولینو ترڅنګ، مخورو، ځوانانو، ورزشکارانو او ګڼو مینوالو ګډون کړی وو.

د پای په مراسمو کې د مسوولینو له خوا ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه ، ستاینلیکونه او نورې جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۶
Background image

سمنگان؛ دره صوف ولسوالۍ کې د رزمي لوبو او اسپورت سبک سيالۍ وشوې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې د ۴۴ ورزشکارانو ترمنځ د ځوانانو په عمري کټګورۍ کې د رزمي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۴
Background image

غزني؛ د ديار سنايي غرختنې لوبډله د قره باغ ولسوالۍ ګل کوه غرونو ته وختله

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غرختنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د ديار سنايي غرختنې ۱۰ کسيزه لوبډله د ګل کوه غرونو ۴۶۰۰ متري په. . .

BACK TO NEWS