غزني؛ د ديار سنايي غرختنې لوبډله د قره باغ ولسوالۍ ګل کوه غرونو ته وختله
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غرختنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د ديار سنايي غرختنې ۱۰ کسيزه لوبډله د ګل کوه غرونو ۴۶۰۰ متري په واټن لوړې برخې ته وختله، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
په دغه سيالۍ کې د غرختنې فدراسيون مسؤل استاد فرهاد اعظمي هم ګډون درلود او موخه يې د غرختونکو جسمي چمتوالی، فني مهارتونو لوړتیا او راتلونکو سياليو کې د غوره غرختونکو ګډون و.
