د بدخشان، بغلان او سمنګان ولایتونو ترمنځ د فوټبال په سیالیو کې کندز ولایت لومړی مقام خپل کړ
د بدخشان د عقابان پامیر، پیروزي سمنګان، استقلال پلخمري او د کندز پیروزي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې د سرطان میاشتې له دریمې څخه تر پنځمې نیټې پورې د چمن په سپین زر ورزشي لوبغالي کې پیل شوې وې، پای ته ورسیدې.
کندز ولایت د ورزشي مسؤولینو په وینا په دغو سیالیو کې د بدخشان، بغلان، سمنګان او کندز ولایتونو ورزشکارانو د خلاصو لوبغالو، تشو روغتونونو او زندانونو په شعارونو سره سیالي وکړه.
د دغو سیالیو په پایله کې کندز ولایت لومړی، بغلان دویم او بدخشان درېیم مقام خپل کړ او د ګډون کوونکو مسوولینو له خوا مخکښې لوبډلې او پیاوړي لوبغاړي د کپونو، مډالونو او ډالیو په ورکولو سره هغوی وهڅول شول.
