د بامیان مرکز کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۰:۱۳
د بامیان مرکز کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ سيالۍ وشوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينګ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې د کابل، غزني او باميان ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ په بېلابېلو کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې بامیان لومړی، کابل دويم او غزني ولايت بيا درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه د کيک بوکسينګ ورزش ته وده ورکول او د ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ اړيکې پیدا کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۲۱:۴۷
Background image

د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې له اندونیزیا لوبډلې ماته ومنله

د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې د ٢٠٢٧ اسیا جام ته د لار موندنې سیالیو په خپله درېیمه لوبه کې له اندونیزیا لوبډلې څخه د ٤ - صفر ګولونو په توپیر ماته وخوړه.

افغان لوبډلې خپله لومړنۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۲۱:۴۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۵ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په ايسکي سيمه کې د ۴۵ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۲۱:۴۱
Background image

کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ۷۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په کلباد ولسوالۍ کې د ۷۰ غېږ نيونکو ترمنځ د نويو استعدادونو موندلو په موخه د غېږنيونې سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې پر. . .

BACK TO NEWS