د بامیان مرکز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز په شاه فولادي دره کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې بورسونه لوبډلې خپلې سیالې سرخجوي لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل دي، چې يوه اوونۍ به دوام وکړي.
