د بامیان مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۲۰:۵
د بامیان مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ذوالفقار لوبډلې خپلې عقابان لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د فوټسال زونونو سياليو ته د غوره لوبډلې موندل دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۵۹
Background image

د افغانستان د جوجيتسو درې کسیزه لوبډله، شلم پړاو اسيايي المپيکي سياليو کې د ګډون په موخه جاپان ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د جوجيتسو ملي فدراسيون له لوري د جوجيتسو درې کسیزه لوبډله، چې درې واړه ورزشکاران وو د شلم پړاو اسيايي المپيکي سياليو کې د ګډون په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۵۶
Background image

خوست کې د ۱۳ ولایتونو ترمنځ د فري رنېنګ پارکور سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند پښتونستان پارک کې له ۱۳ ولایتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د فري رنېنګ پارکور سیالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۵۳
Background image

د سوک وهنې افغان ورزشکار د اسیا المپیکي سیالیو کې د جنوبي کوریا سیال ته ماته ومنله

د جاپان اویچې ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي لوبو د سوک وهنه سیالیو کې محمد ابراهیم فروتن په ۷۰ کیلو ګرامه وزن کې د ۱ – ۴ میدانونو په توپیر د جنوبي کوریا سیال ته ماته ومنله.

دغو سیالیو. . .

BACK TO NEWS