د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئیس د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ ته سفر وکړ

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۰:۵۷
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئیس د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ ته سفر وکړ

د هېواد د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئيس انجنیر نظرمحمد مطمئن د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ ته د ورزش د وضعیت د ارزونې په موخه سفر وکړ.

په دې سفر کې له ښاغلي مطمئن سره ډاکټر جعفر مهدوي او د بدني روزنې او سپورټ د عمومي رياست د دفتر رئیس محمد الله احساس ملتيا کوي.

نن سهار ښاغلي مطمئن د نېزه وهنې د سیالیو د پای له مراسمو ليدنه وکړ او غوره ورزشکارانو ته یې ډالۍ ورکړې.

دغه سيالۍ څلور ورځې وړاندې د جاغوري ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو د دولس ورزشکارانو په ګډون پيل شوې وې، چې نن د روح الله په لومړي، د علي سينا په دویم او د علي شاه په درېیم مقام ګټلو سره پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۴۳
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه.

د یادې سیالۍ په پای کې دوه آخرلاقه اعلان شول، چې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۴۰
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۳۸
Background image

ننګرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ایلیون سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS