د المپيک ملي کمېټې او سپورت عمومي ریاست نوی سرپرست رئيس د یادې ادارې مسؤلینو ته ور وپېژندل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۷ - ۸:۵۲
د المپيک ملي کمېټې او سپورت عمومي ریاست نوی سرپرست رئيس د یادې ادارې مسؤلینو ته ور وپېژندل شو

د المپیک ملي کمېتې او سپورت عمومي ریاست نوی سرپرست رئيس مولوي عبدالودود حقاني د چارو ادارې د نظارت او پالیسي د مرستیال مولوي سیف الدین تایب او ورسره مله هيئت له لوري د المپیک ملي کمېتې او سپورټ عمومي ریاست مسؤلینو ته د یوې غونډې پر مهال ور وپېژندل شو او په رسمي ډول يې د یادې ادارې د سرپرست رئيس په حیث دنده پیل کړه.

په دې غونډه کې د کلیو پراختیا وزارت د پلان او پاليسۍ مرستیال مولوي شرف الدین مسلم، د اوبو او برېښنا وزارت د انرژي معین حاجي ایدریس ، د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رهبري او رئیسانو، د بېلابېلو فدراسیونونو رئیسانو، جهادي مشرانو، ورزشکارانو او مسولینو ګډون کړی و.

د یادې غونډې مېلمنو ته د المپیک ملي کمېټې لومړي مرستیال باور هوتک د یادې کمېټې او ټولو ورزشکارانو په استازولۍ د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: ورزشکاران چمتو دي، چې له خپلو مشرانو سره اوږه په اوږه د هیواد د نوم د لوړولو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

هغه وویل: موږ هیله من یوو، چې د نوې رهبرۍ په راتلو سره ورزش او ورزشکارانو ته ځانګړې توجه وشي او په خبره يې: (( د ا.ا.ا په راتلو سره په ټولو ورزشکارانو کې د پخوا په پرتله د پرمختګ ډېره هیله مندي پیدا شوې ده، چې ا.ا.ا به د دوی لپاره په ملي او نړيواله کچه د پرمختګ غوره چانس برابر کړي.))

غونډې ته د چارو ادارې د نظارت او ارزیابۍ مرستیال مولوي سیف الدین تایب د مولوي عبدالودود حقاني د معرفي کولو پر مهال وویل: اسلام له ورزش سره هېڅ ډول مخالفت نه لري، بلکې تقویه کوي يې؛ هغه زیاته کړه اسلام د هر هغه پرمختګ ملاتړ کوي، چې له اسلام سره په ټکر کې نه وي.

نوموړي پر ورزشکارنو غږ وکړ، چې خپل ځانونه په اسلامي عقیده سمبال کړي، اسلامي اصول مراعت او له خلکو سره نېکه رویه وکړي؛ ترڅو په نړيوال سټېج دوی د ورزش په نړۍ کې د نورو ورزشکارانو لپاره الګو وي او له ورزشکارانو يې وغوښتل، چې ورزش د اسلام د یوې برخې د اداء کولو په نېت وکړي.

ښاغلي تایب د ا.ا.ا د رهبرۍ له لوري ټولو ورزشکارانو او د ورزشي فدراسیونونو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې ټول فدراسیونونه به تقویه کيږي او د پخوا په پرتله به ځانګړې توجه ورته کېږي.

د چارو ادارې د نظارت او ارزیابۍ مرستیال د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د مخکني رئيس نظر محمد مطمئن کړنې او غوره لاسته راوړنې وستایلې او د هغه له ښې او سالمې رهبرۍ يې د مننې ترڅنګ په راتلونکې کې ورته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه. همداراز یې د مولوي صاحب عبدالودود حقاني د کړي خدمت یادونه وکړه، هیله یې څرګنده کړه، چې له نوي رئیس سره به د افغانستان ورزش نور پرمختګ هم وکړي.

دغه راز یادو مراسمو ته د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت د پلان او پاليسۍ مرستیال مولوي شرف الدین مسلم په ادارو کې تغیير او تبدیل د ا.ا.ا اصل یاد کړ او د دې ادارې د مخکني رئیس د ښو کړنو د ستاینې ترڅنګ يې وویل: ا.ا.ا د ورزش ټينګ ملاتړ کوي او هر څه به په عمل کې ثابتوي، هغه زیاته کړه موږ د عمل خلک یوو نه د شعار.

ښاغلي مسلم پر ورزشکارانو غږ وکړ، چې که د دوی کوم ملګری یا هم نور ملګري له هیواده بهر تللي وي، دوی دې هغوی هيواد ته راوغواړي او د هیواد لپاره دې کار وکړي، په خبره يې: (( دا هیواد زموږ او ستاسو ګډ کور دی او د ابادولو لپاره به يې ټول کار کوو.))

د یادې غونډې پر مهال د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست نوي سرپرست مولوي عبدالودود حقاني د ا.ا.ا له مشرتابه او ریاست الوزراء له مشر څخه ځانګړې مننه وکړه، چې نوموړی يې د دې جوګه بللی، چې د یادې ادارې د رهبرۍ دا دروند مسؤلیت يې ورسپارلی دی.

هغه د خپلو خبرو پر مهال د ا.ا.ا رهبرۍ ته ډاډ ورکړ، چې یاد مسؤلیت به په ښه ډول ترسره کوي او تر خپل وس پورې به د ورزشکارانو ستونزې اوري او د پرمختګ لپاره به ورته زمینه برابروي.

نوموړي د یادې ادارې د مخکني رئيس نظر محمد مطمئن د ښې رهبرۍ او ورزش د غوړېدا په برخه کې د کړیو هڅو قدردانی وکړ او زیاته يې کړه، نوموړي په خپلو هڅو سره ورزش له مرکز کابل څخه ولایتونو او بیا ولسوالیو او کلیو ته ورساوه.

مولوي عبدالودود حقاني د جوزجان ولایت اوسېدونکی دی، په حدیثو کې یې لویه دوره کړې او د ا.ا.ا په لیکو کې د مبارزې او کار اوږده مخینه لري، چې د تېر ا.ا.ا پر مهال د دفاع وزارت د تعمیراتو د رئيس او د یاد وزارت د کشف د رئيس او د ا.ا.ا د بیا واکمنېدو پر مهال د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د مالي او اداري ریاست د عمومي رئيس په حيث رسمي دندې ترسره کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې د المپیک ملي کمېتې او سپورټ عمومي ریاست د نوي رئيس د معرفي پر مهال د المپیک ملي کمېتې په انګړ د بېلابېلو ورزشي رشتو نمايشات او نندارې هم ترسره شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۳۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې ۳۰ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د فوټبال تر شلو کلونو کم عمره لوبډلې خپله دویمه لوبه هم بایلوده

د فوټبال تر شلو کلونو کم عمره ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال اتلولي سیالیو کې خپله دویمه لوبه ازبکستان ته ته د ٢ - ٠ ګولونو په توپیر بایلوده.

افغان لوبډله به د دغو سیالیو درېیمه لوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۶
Background image

پکتیکا؛ سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د عصمت زاولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS