د افغانستان والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا زون اتلانو سیالیو ته د ګډون په موخه ازبکستان هېواد ولاړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۱:۲۸
د افغانستان والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا زون اتلانو سیالیو ته د ګډون په موخه ازبکستان هېواد ولاړه

د افغانستان والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا زون اتلانو سیالیو ته د ګډون په موخه، چې د اکټوبر د ۱٨ نېټې څخه تر ۲۵ نېټې پورې د ازبکستان هېواد په تاشکند ښار کې ترسره شي ولاړه.

په دغو سیالیو کې د افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغیزستان، نیپال، مالدیف، سرېلانکا، بنګلادېش او د بوتان هېوادونو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د یادونې وړ دی، چې د دغو سیالیو د ښه چمتووالي لپاره د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د هېواد والیبال مشر روزونکي تر څارنې لاندې یوه میاشت تمرینات ترسره کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۸
Background image

بلخ لوبډلې د شمال زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د شمال زون په کچه فوټبال سيالۍ د بلخ لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۷
Background image

زابل کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له ۳ ولايتونو د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۵
Background image

هرات؛ په پل پشتون سيمه کې د موټر سايکل ځغلونې ورزشي نندارې ترسره شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پل پشتون سيمه کې له ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې. . .

BACK TO NEWS