د افغانستان له نولس کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې د ۶ ویکټو په توپیر سریلانکا ته ماتې ورکړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۹:۳۱
د افغانستان له نولس کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې د ۶ ویکټو په توپیر سریلانکا ته ماتې ورکړه

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې د فریدون او کامران هوتک د غوره توپ اچونې او د نعمان شاه د ښه بېټنګ په مټ د سریلانکا له نولس کلنو کم عمرې لوبډلې ته د شپږ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د یو ورځینو سيالیو یاد سریز " ۲ـ۰" د افغانستان په ګټه پای ته ورسېد.

د یادې سیالي پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د بالنګ پرېکړه وکړه.

د سریلانکا لوبډلې په ۳۷م اور کې ټول لوبغاړي وسوځېدل او افغان لوبډلې ته یې د ۱۶۲ منډو هدف کېښود. د دوی لپاره ویهاس تیومیکا ۳۳ او دویندو راناتونګا ۲۸ منډې ترسره کړې.

د افغان لوبډلې په توپ اچونه کې فریدون داودزي او کامران هوتک هر یوه درې ، یما عرب دوه ، خلیل احمد او محمد هارون خان هر یوه یو-یو لوبغاړی اوټ کړ.

یاد هدف افغان لوبډلې په ۳۳م اور کې یوازې د ۴ لوبغاړو په زیان ترلاسه کړ او د ۶ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.

د افغانستان په ګټه نعمان شاه ۷۲ ناسوځېدلې، علي احمد ناصر ۲۵ ناسوځېدلې، جمشېد ځدراڼ ۲۲ او حزب الله دراني ۱۹ منډې ترسره کړې.

نعمان شاه په ۷۲ ناسوځېدلو منډو د لوبې او ټولټال په ۱۳۶ منډو جوړولو د سریز د غوره لوبغاړي جایزې واخیستې. همدا راز خلیل احمد د ۶ ویکټو په ترلاسه کولو د سریز غوره توپ اچوونکی ونومول شو.

د یادونې وړ ده، چې د متحده عربي اماراتو ابوظبي ته په یاد سفر کې افغان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې په دریو سریزونو کې برخه واخیسته، چې لومړی یې له بنګله دېش لوبډلې سره د دوو یو ورځنیو سیالیو سریز ترسره کړه او ۱-۱ مساوي پای ته ورسېد.

ورپسې افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش درې اړخیز سریز وکړ، چې اتلولي یې بنګله دېش په خپل نوم کړه؛ خو وروستی د دوو لوبو سریز د افغانستان او سریلانکا ترمنځ ترسره شو، چې افغان لوبډلې ۲-۰ وګاټه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه له دوو کلبونو د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه.

. . .
جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۴
Background image

هوالباقي

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د فوټبال ملي فدراسیون ډایرکټر تخنیک او مدرس محمد حامد میوند دوه ورځې وړاندې په کورنۍ لانجه کې تر ټپي کېدو وروسته نن شپه وفات شوی او له فاني نړۍ. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۲
Background image

بلخ؛ شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۳ جوړو. . .

BACK TO NEWS