د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د (NSDF) څلور اړخيزو فوټسال سياليو په لړ کې خپله درېيمه سيالي تايلنډي لوبډلې ته د ۳_۲ ګولونو په توپير بايلوده

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۹:۵۳
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د (NSDF) څلور اړخيزو فوټسال سياليو په لړ کې خپله درېيمه سيالي تايلنډي لوبډلې ته د ۳_۲ ګولونو په توپير بايلوده

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې، د نړيوالو څلور اړخيزو سياليو په لړ کې د استراليايۍ لوبډلې له بريا وروسته نن خپله درېيمه سيالي له تايلنډ هيواد سره ترسره کړه او په‌ پايله کې يې خپلې سيالې ټايلنډۍ لوبډلې ته د ۳_۲ ګولونو په توپير ماتې ومنله.

د ويلو ده چې افغان لوبډلې تر دې وړاندې خپله لومړۍ سيالي له ماليزيا سره مساوي پای ته ورسوله او په دويمه سيالۍ کې يې استرالیايۍ لوبډلې ته د ۴/۵ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

دغه سيالۍ د اسيايي سياليو د چمتووالي لپاره، چې پکې افغانستان، تايلند، استراليا، او ماليزيا هيوادونو ګډون کړی دی، د ټايلنډ هيواد په کوربتوب ترسره کېږي.

تمه ده چې د اسيا ملتونو د فوټسال نړيوالې سيالۍ د تايلنډ هيواد په بانکوک‌ ښار کې، د اپرېل مياشتې له ۱۷ څخه تر ۲۸ پورې ترسره شي، چې افغانستان به د لومړي ځل لپاره په دغو سياليو کې ګډون ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۸
Background image

د کابل ښار د نويو ځوانانو د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدلې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار او ولسوالیو کلبونو څخه د ۲۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د نويو ځوانانو د سوک وهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۵
Background image

لغمان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سراج بڼ لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د ښاروالۍ لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۴
Background image

لغمان؛ الينگار ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د الينگار ولسوالۍ اړوند برکوټ لوبغالي کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د الکوزي. . .

BACK TO NEWS