د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ درېیم پړاو سیالۍ د اټک انرژي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۰:۶
د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ درېیم پړاو سیالۍ د اټک انرژي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د افغانستان فوټبال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ د ۶۶ لوبو او یوې میاشتې دوام وروسته د فوټبال ملي فدراسیون په سټېډیوم کې پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ لوی ریاست عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، ذ افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او فوټبال ملي فدراسیون فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ او د ورزش ادارې، فوټبال فدراسیون او د اریانا تلویزیون رهبرۍ غړو ګډون کړی و.

د دغو سیالیو په وروستۍ لوبه کې د اټک انرژي لوبډلې خپلې سیالې عدالت فراه لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه، چې دغې بریا سره اټک انرژي لوبډلې په ټولو سیالیو کې د ۴۲ ګولونو او ۳۳ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.

په پای کې حامد امیري له سرخ پوشان خوافي هرات لوبډلې څخه غوره لوبغاړی، عصمت هدفمند له موج ساحل لوبډلې څخه غوره ګول وهونکی، فیصل حمیدي غوره ګول ساتونکی، علي احمد یار زاده د اټک انرژي لوبډلې غوره روزونکی او د خراسان فاریاب لوبډلې د زړورې سیالۍ کوونکې لوبډلې نوم ترلاسه کړ.

د یادونې وړ ده، چې سرخ پوشان لوبډلې دویم او ابو مسلم فراه لوبډلې درېیم مقام ترلاسه کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۲
Background image

ميدان وردگ کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او د ووشو ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې له څلورو ولايتونو ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نهم پړاو خزاني. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۰
Background image

بلخ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۴۸
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پیل شوې وې؛ د خادم یارانو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS