د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډله ټایلنډ ته ورسېده

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۳:۳۳
د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډله ټایلنډ ته ورسېده

د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ ساحلي فوټبال اسیا جام سیاليو کې د ګډون په موخه، چې د ټایلنډ هېواد په کوربه‌توب تر سره کېږي، دغه هېواد ته ورسېده.

د ساحلي فوټبال لوبډله به له دې سیالیو وړاندې تمرینات ترسره کړي، تر څو د کوربه هېواد له میدانونو او هوا حالاتو سره بلد شي.

په دغو سیالیو کې به افغان ملي لوبډله په C ګروپ کې د ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا هېوادونو له لوبډلو سره سیالي وکړي.

د ۲۰۲۵ ساحلي فوټبال اسیا جام سیالۍ به د روان کال د مارچ میاشټې پر شلمه نېټه پیل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۲۲:۴۷
Background image

‏د نن ورځې لنډ ورزشي خبرونه!

‏د نن ورځې لنډ ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۲۲:۴۵
Background image

زابل؛ قلات ښار کې د درېيو کلبونو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د درېيو کلبونو د ۲۶ پهلوانانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ وشوې.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۲۲:۴۳
Background image

کاپیسا کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ ترسره شوې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز محمود راقي ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ ترسره شوې.

په دغو. . .

BACK TO NEWS