د افغانستان د باسکټبال لوبڅارانو ته روزنيز ورکشاپ پېل شو.
د افغانستان د باسکټبال لوبڅارانو ته روزنيز ورکشاپ پېل شو. د افغان باسکټبالرانو د کچې د لوړاوي په موخه ملي فدراسيون نن روزنيز سيمنار د بدني روزنې او ورزش رياست کې پېل کړ. په ورکشاپ کې له هرات، کندهار، هلمند، فراه، غور، بلخ، غزني، باميانو، ننګرهار، پکتيا، فارياب او کابل ولايت څخه پنځوسو ښځينه او نارینه لوبڅارانو برخه اخېستې چې درې ورځې دوام کوي. ورزشکارانو ته د نړيوال اړونده فدراسيون روزونکی (هېروس) زده کړه ورکوي.
د ورکشاپ په پای کې به برياليو کسانو ته د لوبڅارنې نړيوال سند هم ورکړل شي. يو کال وړاندې د دې ډول ورکشاپ لومړی پړاو ترسره شوی.
