دایکندي کې د والیبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

Afzal-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۱ - ۱۰:۲۳
دایکندي کې د والیبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

په دایکندي ولایت کې د والیبال د شپږو لوبډلو تر منځ پیل شوی ټورنمنټ پای ته ورسېد.

دغه ټورنمنټ چې د یاد ولایت د شپږو غوره لوبډلو تر منځ پیل شوی و، تېره ورځ پای ته ورسېد.

د ټورنمنټ پای‌لوبې ته د مرکز توفان لوبډله او مرکز الف لوبډلې وتلې وې، چې لوبه توفان لوبډلې درې د یو پر وړاندې وګټله او یاد ټورنمنټ یې پخپل نوم کړ.

یاده دې وي چې له پای‌لوبې وروسته د دایکندي ولایت ورزشي امریت لخوا لومړۍ، دویمې او درېیمې لوبډلې ته کپونه او مډالونه ورکړل شول او غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS