دایکندي کې د فوټبال سيالۍ د انصار المهدي زرسنګ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ژمي جام په د فوټبال سيالۍ، چې څلور اوونۍ مخکې پيل شوې وې د انصار المهدي زرسنګ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې انصار المهدي زرسنګ لوبډلې خپلې سیالې اتحاد کتجيک لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول و.
