دایکندي کې د اوو لوبډلو ترمنځ د جام پایه په نوم د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۲:۳۴
دایکندي کې د اوو لوبډلو ترمنځ د جام پایه په نوم د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه د اوو لوبډلو ترمنځ د جام پایه په نوم د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د طوفان ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې اکادمي صفري لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۲:۴۷
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۲:۴۴
Background image

سرپل؛ سانچارک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې، چې دوې ورځې یې دوام. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۲:۴۳
Background image

جوزجان؛ مردیان ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو په پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS