دایکندي؛ ګیتي ولسوالۍ کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچوونې سیالۍ ترسره شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري په ګیتي ولسوالۍ کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچوونې سیالۍ ترسره شوې.
د غو سیالیو په پایله کې دعبد الله لومړی مقام او انجینر نظامي دویم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول، ورزش ته د ځوانانو هڅوول او یووالی رامنځته کول و.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولانو له لوري غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.