دایکندي؛ ګیتي ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۲۲:۴۶
دایکندي؛ ګیتي ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ورورولۍ په نوم د فوټبال سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې د یاد ولایت په ګیتي ولسوالۍ کې پيل شوې وې، د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د استقلال لوبډلې او ولیعصر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې استقلال لوبډلې د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کول سره د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول، ورزش ته د ځوانانو هڅوول او له نشه یي توکو څخه د ځوانانو لیرې والی و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۱۲
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د لېنډۍ ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۹
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون سره په همغږي او د ژمن توريستي او سیاحتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۷
Background image

ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مومند درې لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS