دایکندي؛ مرکز کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د عقابان لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۳۰ - ۱۹:۲۳
دایکندي؛ مرکز کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د عقابان لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت مرکز ناصر خسرو ورزشي جمنازيوم کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د لوى اختر جام په نوم د واليبال سيالۍ د عقابان لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.

دغو سياليو، چې درې ورځې دوام وکړ په پايله کې عقابان لوبډلې خپلې سيالې اتحاد مرکز لوبډلې ته د ٣/١ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د سياليو په پاى کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS