دایکندي؛ مرکز نیلي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز نیلي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د نیلي استقلال لوبډلې خپلې سیالې اتحاد صدخانه لوبډلې ته د ۲/۰ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅوول او د دایکندي ولایت د فوټبال منتخبې لوبډلې جوړولو لپاره د غوره لوبغاړو موندل دي.
