دایکندي؛ غاف لوبډلې د شهرستان د فوټبال سیالیو اتلولي وګټله
د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ اړوند غاف سیمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې درې اوونۍ وړاندې د سپورت امریت له لوري پیل شوې وې؛ د غاف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
د سیالیو په پایلوبه کې تمدن غاف او سیاه جنګل لوبډلې تر منځ وه چې په پایله کې د ۰ـ۴ ګولونو په توپیر غاف لوبډلې وگټله او سیاه جنګل لوبډلې دویم مقام خپل کړ.
د دې سیالیو موخه د فوټبال وده او د ځوانانو ترمنځ همغږي رامنځ ته کول وو.
په پای کې د بدني روزنې او سپورټ امریت له لوري غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
