دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د اتلتیک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو، چې یو ورځ یې دوام وکړ، په پایله کې محمد لومړی او ایوب دویم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
