دایکندي؛ سنک تخت بندر ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سیالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۲:۱۱
دایکندي؛ سنک تخت بندر ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سیالۍ ترسره شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د موی تای ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سنک تخت ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د موی تای سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د تک فایټ په ډول ترسره شوې، چې په پایله کې ۱۵ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونو او د ډالیو ګټونکي شول.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو او ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالیو ته وده ورکول و.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS