دایکاندا لوبډلې د بامیانو فوټسال سیالۍ وګټلې
د باميانو د بدني روزنې او سپورت امریت او فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې د دغه ولايت په ورزشي جمنازيوم کې پیل شوې وې، د دایکاندا لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو پایلوبه د دایکاندا او بودا ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د دایکاندا لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د۴/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.
د دې سياليو غوره لوبغاړي حيات الله حيات، غوره ګول وهونکی عباس پناهي او غوره ګول ساتونکی رفيع الله امامي وټاکل شول.
دغه سیالۍ چې دوې اونۍ یې دوام وکړ، موخه یې د ځوانانو ترمنځ د فوټسال وده وه.
په پای کې د تنظیموونکو له خوا د سیالیو اتلې لوبډلې او تکړه لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او د لوبو وسایل ورکړل شول.
