خوست کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک جیتسو سیالۍ ترسره شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز متون ښار کې د اتو کلبونو د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د کیک جیتسو سبک سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې همت کلب لومړی، ریاض کلب دویم او جاوېد کلب درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د ځوانانو د فزیکي وړتیا د لوړولو په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
