خوست کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ ليگ پای ته ورسېد
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ ليگ د الموړي کلي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
د يادو سياليو پايلوبه د الموړي کلي او ځاځيو ژڼکيو لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه ځاځيو ژڼکيو لوبډلې وگټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۱۵ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې الموړي کلي لوبډلې ياد هدف ترلاسه کړ او لوبه يې د دوو ويکټو په توپير وگټله.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته د يو پسه او دويم مقام گټونکې لوبډلې ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.
