خوست کې د ۶۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکت سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۹:۵۹
خوست کې د ۶۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکت سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند پنزايي سیمه کې د ۶۵ لوبډلو ترمنځ د پېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د زینت سټار او پنزايي زلمیانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. پنزايي زلمیانو لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلږ نهو اورونو کې یې د خپلو درېیوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۹۶ منډو هدف وټاکه. زینت سټار لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو درېیوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۳۴ منډې وکړې او لوبه یې د ۶۱ منډو په توپیر وبایلله.

دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې دوې میاشتې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۳
Background image

ارزګان؛ چوره ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په چوره ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د روزي خان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

میدان وردګ؛ مرکزی زندان کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د زینت الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۸
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS