میدان وردګ؛ مرکزی زندان کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د زینت الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې زینت الله لوبډلې د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې حشمت الله لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د زندانیانو لپاره د روحي او جسمي تفریح په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.
