خوست کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۵:۱۴
خوست کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت په همکارۍ د مرکز متون ښار په ملي اماني ورزشي لوبغالي کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې په بېلابېلو عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې ۱۲ تنه غورو ورزشکاران د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه، ستاينليکونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS