خوست کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ۳ میاشتنی ټورنمېنټ نبي ورغه لوبډلې وګاټه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۹:۴۵
خوست کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ۳ میاشتنی ټورنمېنټ نبي ورغه لوبډلې وګاټه

د خوست ولایت د فوټبال فدراسیون د استازولۍ په چوکاټ کې د لکڼو ځوانانو له لوري د یاد ولایت له بېلابېلو سیمو د ۵۰ لوبډلو په ګډون د فوټبال ۳ میاشتنۍ سیالۍ د نبي ورغه لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د سیالیو پایلوبې ته د لټکو شاهین او نبي ورغه کلي لوبډلې ووتلې، چې د له یوې خوندورې لوبې وروسته یوه لوبډله هم ونه توانېدله، چې ګول ترسره کړي؛ خو په رننیګ پینالټیو کې د نبي ورغه کلي لوبډلې یاده پایلوبه د ۳-۴ ګولونو په توپیر وګټله او بریا یې خپله کړه.

د پای لوبې په مراسمو کې د خوست مرستیال والي الحاج مولوي محبوب شاه قانت، د خوست ورزشي آمر عطاءالله کډوال، د فوټبال فدراسیون مشر ریبار هڅاند، د سیمې مشرانو، ځوانانو او د ورزش ګڼ شمېر مینه والو او ننداره چیانو ګډون کړی و.

د یادونې ده، چې ګټونکې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS