خوست کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۴:۴۸
خوست کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ورغه کلي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې شاوخوا يوه نيمه مياشت به دوام وکړي، د مهدي خېلو لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د مهدي خېلو او خوشحال درمان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې خوشحال درمان لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۸۴ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې مهدي خېلو لوبډلې ياد هدف په اتم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۹:۳
Background image

بلخ کې د ۱۲ ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې له ۱۲ ولايتونو ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۰
Background image

لغمان کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د AWEC مؤسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۷
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په پایله. . .

BACK TO NEWS