خوست کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د کبډي سيالۍ پيل شوې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کبډي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د لومړي ځل لپاره د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د کبډي شپنۍ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د استاد شاکر او استاد عتيق لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې استاد شاکر لوبډلې سيالې لوبډلې ته ۴۵-۴۷ نمرو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۲۵ ورځې دوام وکړي.
