خوست کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۰:۱۱
خوست کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز متون ښار په چغۍ کلي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د متون اتفاق او شيخ امیر تندر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه شيخ امیر تندر لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اتو ویکټو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٥٢ منډو هدف وټاکه. متون اتفاق لوبډلې د هدف په تعقیب کې د شپږو ویکټو په زیان ١٤٣ منډې وکړې او د اتو منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۰:۳۰
Background image

لوگر کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې اتم پړاو سيالۍ وشوې

د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د پل علم ښار په دولتي جمنازيوم کې له څلورو کلبونو د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د خپلواکۍ د څلورمې کليزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۰:۲۸
Background image

پکتیا کې د ۷۸ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک سيالۍ وشوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنیو ولسوالۍ کې له څلورو ولايتونو د ۷۸ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک سيالۍ وشوې.

په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۰:۲۷
Background image

پکتیا کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليگ پيل شو

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په اتفاق لوبغالي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال فوټبال غوره لیگ دوراني سیالۍ پيل. . .

BACK TO NEWS