پکتیا کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليگ پيل شو

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۰:۲۷
پکتیا کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليگ پيل شو

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په اتفاق لوبغالي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال فوټبال غوره لیگ دوراني سیالۍ پيل شوې.

د يادو سیالیو لومړۍ لوبه د اتفاق او طلوع خورشید لوبډلو ترمنځ ۱/۱ مساوي پای ته ورسېده.

د ویلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا دوې مياشتې دوام وکړي او اتله لوبډله به د زون په کچه د پکتیا ولایت استازولي وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۵
Background image

غور؛ شهرک ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شهرک ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د شهرک ولسوالۍ فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۱
Background image

دایکندي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د جوانان سراب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د سولې او دوستۍ جام په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې څلور اوونۍ مخکې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۴۹
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شور تپې ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې. . .

BACK TO NEWS