خوست کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۶:۴۹
خوست کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له د نادر شاه کوټ ولسوالۍ په ځينې خېلو سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې، د فريد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د فريد او ځوۍ بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې فريد‌ لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې څوۍ بازانو لوبډلې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ۱۳۶ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۸ منډو په توپير وبايلله

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۴:۵۹
Background image

ننگرهار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال غوراوي سيالۍ ترسره شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د باسکټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال غوراوي سيالۍ ترسره شوې.

په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۷:۷
Background image

بلخ؛ په دهدادي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د واليبال سيالۍ د طوفان. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

ننگرهار کې د ۴۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۴۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

BACK TO NEWS