خوست کې د یووالي په نوم د فوټبال سیالیو پایلوبه مټه چینې وګټله

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۰:۳۲
خوست کې د یووالي په نوم د فوټبال سیالیو پایلوبه مټه چینې وګټله

د خوست ولایت د فوټبال فدراسیون په چوکاټ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې دوه میاشتې وړاندې پیل شوې وې د مټې چینې لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

دا سیالۍ چې د یووالي په نوم د نوریزیو په سیمه کې ترسره شوې پایلوبې ته یې د« شاهین او مټه چینې» لوبډلو لاره ومونده چې په ټاکلي ۹۰ دقیقو کې له « ۱ – ۱» پایلې سره مساوي پای ته ورسېده، خو د پنلاټیو په ګلونو کې د « ۸ – ۷ » ګولونو په توپیر د مټه چینې په لومړي او د شاهین لوبډلې په دویم مقام پای ته ورسېدې.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د خوست امنیه قوماندان محبوب شاه قانت، د بدني روزنې او ورزش امرعطاء الله کډوال، د فوټبال فدراسیون سرپرست ریبارهڅاند ، قومي مشرانو، ورزشکارانو او ګڼو مینوالو برخه اخیستې وه.

د دې سیالیو موخه د ځوانانو یووالی، همغږي او د ورزش وده وه.

په پای کې د لومړي او دویم مقام لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته مډالونه، ستاینلیکونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۱:۶
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون له لوري په دشت برچي سیمه کې د کابل ښار له ٣٠ کلبونو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

خوست کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مهدیخېلو سیمه کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صوبه سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۸
Background image

دا اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج زي د ماراتون کلمبو ۲۰م پړاو نړۍ‌والو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په ۲ساعته او ۵۲ دقیقو کې وواهه او د سپینو زرو مډال ګټونکې شو.

دغو سیالیو کې. . .

BACK TO NEWS